سرپل؛ مرکز ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې کوهستانت لوبډلې خپلې سيالې نجوم الجهاد لوبډلې ته د ۳۱/۲۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د غوره استعدادونو موندل و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
