د فوټبال فدارسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د فیفا له رئیس جیاني انفانتینو سره ولیدل

org_admin
Sun, Oct 25 2026 5:39 PM
د فوټبال فدارسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د فیفا له رئیس جیاني انفانتینو سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې او فوټبال فدراسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د اذربایجان هیواد په کوربتوب د فوټبال نړیوال فیسټوال په څنډه کې د فیفا ( فوټبال نړيوال فدراسیون) له رئیس جیاني انفانتینو Gianni Infantinoسره ولیدل.

په دې لیدنه کې ښاغلي ځدراڼ د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر داخلي سیالیو، لاسته راوړنو او امکاناتو خبرې وکړې او معلومات یې وړاندې کړل، همدارنګه یې د افغانستان د فوټبال فدراسیون ځینې اړتیاوې هم مطرح کړې.

د فوټبال نړیوال فدراسیون ( فیفا) رئیس په خبرو کې د افغانستان له فوټبال څخه ملاتړ څرګند کړ او وې ویل چې دوی به د افغانستان فوټبال ته نوره پاملرنه هم وکړي او په نږدې راتلونکې کې به د لا همکارۍ په موخه خپل هیئت هم افغانستان ته واستوي.

د یادونې وړ ده، چې د فوټبال نړیوال فدراسیون رئیس د افغانستان له ۱۵ کلنو د کم عمره فوټبال لوبډلې لوبه هم له نږدې ننداره کړه.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS