په هرات کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ په هرات کې د دريو ټيمونو (کوهنوردی، موتر کراسی و سپورت) د ٧٥ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.
د دغو سياليو د ترسره کولو د مسوول فريد احمد په وينا، د دغو سياليو موخه د ورزشکارانو د مسلکي کچې لوړول، بهرنيو سياليو ته د ورزشکارانو چمتو کول او په هرات کې د موټرسايکل ځغلولو د ميدان پرانيستل دي.
په دې سیالیو کې د المپیک ملي کمیټې او ورزش رئیس ښاغلي نظر محمد معطمین او د بدني روزنې او ورزش د مقام د دفتر رییس محمد الله احساس ګډون کړی وو او ورزشکارانو ورزش ادارې د مشرتابه ښه راغلاست په موخه په زړه پورې نندارې ترسره کړې.
د يادونې وړ ده، چې د سياليو په پاى کې د بدني روزنې او ورزش رياست د رييس نظرمحمد مطمين له خوا غوره ورزشکاران ته کپ، مډال، ستاينليکونو او ډاليو وويشل شوې.
د یادولو ده چې د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د پنجشنبې په سهار هرات ولایت ته د ورزش د وضعیت د ارزونې په موخه سفر کړی وه.
