کابل کې د سوکوهنې لوبې وشوې
په مرکز کابل کې د میدانوردګ، پروان، کنړ، کاپیسا او پنجشېر ولایتونو د ۲۸۹ لوبغاړو تر منځ د سوکوهنې لوبې وشوې.
یادې لوبې د لویانو په عمر کې د بدني روزنې او ورزش ریاست د سوکوهنې لوبغالي کې وشوې.
ټاکل شوې ده، چې په یادو سیالیو کې له ۴۶ تر ۹۱ کیلوګرامو پورې لوبغاړو د اتو ورځو لپاره د یو بل پر وړاندې لوبې وکړي.
د یادو لوبو موخه د ملي لوبډلې لپاره د غورهلوبغاړو ټاکل دي.
