د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره لوبډلې په المپیکي سیالیو کې پاناما ته ماته ورکړه
د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو فوټسال ډاکار ۲۰۲۶ المپیکي سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له پاناما هېواد څخه د ٥ - ٠ ګولونو په توپیر وګټله.
په دغو سیالیو کې افغان لوبډله پر پاناما سربېره له سینګال او ارجنټاین سره هم په یوه ګروپ کې سیالۍ لري.
افغان لوبډله به خپله دویمه سیالي راتلونکې چهارشنبه( د نومبر ٤مه) له ارجنټاین سره وکړي.
دغه سیالۍ د سینګال هېواد په کوربهتوب د اتو هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۱۲مې به دوام وکړي.
