د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست پلاوي په ایران کې د افغان ورزشکارانو ستونزې واورېدې

Afzal-af
Mon, Mar 14 2022 8:35 AM
د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست پلاوي په ایران کې د افغان ورزشکارانو ستونزې واورېدې

د احمد ناصر زاخیلي په مشرۍ پلاوي په دې وروستیو کې د مېشتو افغان ورزشکارانو د وضعیت د ارزونې په موخه ایران ته سفر کړی او په قم کې یې له افغان ورزشکارانو سره وکتل.

ښاغلي زاخېلي پر ټولو هغو ورزشکارانو غږ وکړ چې له هېواده وتلي دي او افغانستان ته دې راستانه شي او پرته له کوم خنډه په ورزشي فعاليتونو بوخت شي.

هغه د اصفهان، مشهد، شیراز او یزد او داسې نورو ښارونو ته خپلو سفرونو ته په اشارې سره وویل: په دغو سفرونو کې مو د مختلفو ورزشونو له استازو او ورزشکارانو سره وکتل او د هغوی ستونزې، نیوکې او وړاندیزونه مو واورېدل. پریکړه وشوه چې دا ټولې ستونزې به وڅیړي او د حل لپاره به یې هڅې وکړي.

دغه راز په دې کتنه کې د المپيک د ملي کمېټې د پلاوي غړو ښاغلي صافي او ښاغلي حسني د ورزشکارانو د ستونزو د حل ته اشاره وکړه او زياته يې کړه د قومونو يووالی په ټولو ډګرونو په تېره بيا د ورزش په ډګر کې د وياړ رامنځته کولو لپاره تر ټولو مهمه لار ده.

په دې غونډه کې د افغان ورزشکارانو او مخکښو د وړانديزونو پر بنسټ او په تهران کې د افغانستان سفارت په تفاهم او د هېواد د ورزش ادارې د مشرتابه په لارښوونه پرېکړه وشوه چې د دوشنبې په ورځ د کب په ۲۳ مه د افغانستان سفارت د کنفرانسونو په تالار د افغان لوبغاړو د عمومي استازي د ټاکلو لپاره د ورزشي فدراسیونونو د استازو په ګډون چې د مرکزي فدراسیونونو (کابل) څخه رسمي جواز لري یو کس د استازي په توګه برخه واخلي او ټاکنې ترسره کړي.

په دې ټاکنو کې ټولو مخکښ لوبغاړو او ورزشکارانو ته د ګډون حق ورکړل شوی دی.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS