خوست: نادرشاه کوټ زلمي کلپ د کرکت شل اوریزې لوبو اتلولي خپله کړه.
د خوست کرکټ ادارې د کلني پلان مطابق، ددغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
یادو سیالیو کې، چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اته غوره کلبونو ګډون کړی و؛ پایلوبه یې د نادرشاه کوټ زلمیو او نادرشاه کوټ اتلانو ترمنځ ترسره شوه، چې پایله کې نادرشاه کوټ زلمیو د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.
له یادو سیالیو موخه په یاده ولسوالۍ کې د کرکټ پراختیا او د ولسوالۍ منتخبې لوبډلې له پاره د وړ او غوره لوبغاړو موندنه ده.
د یادولو وړده، چې د خوست ولایت په ټولو ولسوالیو کې ورته مسابقات رواندي ، چې په یو شمېر کې یې پای ته رسېدلې هم دي.
