زابل؛ میزانه ولسوالۍ کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په میزانه ولسوالۍ کې له زابل، کندهار او غزني څخه د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې زابل لومړی، کندهار دویم او غزني بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
