کابل کې د جمناستېک ټاکنیزې لوبې پیل شوې
په مرکز کابل کې نن د جمناستېک ټاکنیزو لوبو شپاړسم پړاو پیل شو، چې د ۲۴ کلپونو لوبغاړو پکې ګډون کړی دی.
په دغو لوبو کې د لوبغاړو تر منځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمرونو کې لوبې کېږي.
د یادو لوبو د مسوولینو په وینا؛ د کابل ولایتي لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي په موخه به یادې سیالۍ دوه ورځې روانې وي او په پای کې به د کابل ولایتي لوبډلې ته ۴۲ لوبغاړي غوره شي.
