دایکندي؛ د خدير ولسوالۍ د فوټسال لومړی پړاو سيالۍ د خشکاب فوټسال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د سیمې د ځوانانو له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د خدير ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لومړی پړاو سيالۍ د خشکاب فوټسال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سياليو په پايلوبه کې خشکاب لوبډلې خپلې سيالې ازادۍ قلعه لوبډلې ته د ۸/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ ورزشي او د يووالي روحيه پياوړي کول او استعدادونو ته وده ورکول و.
