هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ثنأ او سازش لوبډلو ترمنځ د یو- یو ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسېده.
