پارا المپيک په درې رشتو کې خپلې سیالۍ پيل کړې

دا سیالۍ چې په دوستانه ډول کېږي تر ۴۰ زیاتو ورزشکارانو په کې په درې رشتو فوتسال، پینګ پانګ او پارا جدو کې ګډون کړی دی.
د دې سیالیو موخه پارا المپیک ورزش ته پراختیا ورکول او له هيواد څخه بهر د لوبو له پاره د لوبغاړو چمتو والی ښول شوی دی.
د دې سیالیو د پیل په مراسمو د بدني روزنې او ورزش ریاست د مشورتي بورډ رئيس محمد ګل بابکر خېل، فني او مسلکي رئيس فضل احمد فضلیار، د فدراسیونونو امر محمد اعظم کوهي هم ګډو ن کړی و.
یادو مراسمو ته د مشورتي بورډ مشر ښاغلي محمد ګل بابکر خېل وویل: خوښ یم چې له تاسو سره یوځای په دې مراسمو کې ګډون کوم او د ویاړ ځای دی چې د پارا المپیک وروزشکاران خپل هیواد ته د نړۍ په کچه ویاړونه راوړي دي.