نیمروز کې د پانکرېشن لوبې پیل شوې

په نیمروز ولایت کې د روانې کب میاشتې په ۲۷مه نېټه د پانکرېشن لوبې پیل شوې.
په دغو لوبو کې له کندهار، زابل، پکتیا او نیمروز ولایتونو څخه ۵۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.
د یادو لوبو د پرانېستو مراسمو کې د نیمروز ولایت ورزشي امر عبدالشکور نوابي او د اطلاعات او کلتور رییس مولوي مفتي الهام هم ګډون کړی و.
د یادو لوبو موخه د پانکرېشن لوبې د دواړو ډولونو اګون او فول اګون وده او د لوبغاړو تر منځ د یووالي ټینګښت یاد شوی دی.