په لوګر کې د مویتای سیالۍ پای ته ورسېدې

په لوګر ولایت کې د ۱۹ ولایتونو لوبډلو تر منځ د مویتای پیل شوې لوبې پای ته ورسېدلې.
په دغو لوبو کې د یادو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ د ځوانانو او لویانو په دوه ډلو کې لوبې وشوې.
د یادو سیالیو لومړی مقام کابل ولایت، دویم نمروز او درېیم مقام د لوګر ولایت په برخه شو.
د یادو سیالیو په پای ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړي د ورزش ادارې د ورغلي پلاوي له خوا په ډالیو ونازول شول.