کونړ؛ د چپرهار لوبډلې د والیبال اتلولۍ خپله کړه

د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د 20 ټيمونو ترمنځ د واليبال جوړي شوې سيالۍ تېره ورځ پای ته ورسېدې.
په دغه سياليو کې د کونړ، ننګرهار او ميدان وردګو ولايتونو لوبډلو ګډون کړې و چې پای لوبې ته يې د ننګرهار ولايت د چپرهار لوبډلې او څوکۍ لوبډلې لار پيدا کړي وه.
د یادولو وړ ده چې په پای کې غوره لوبډلو ته ډالۍ ورکړل شوې.