خوست؛ د تکواندو ۴۵ ورزشکارانو د کمربندونو ارتقا ورکړه
د ITF تکواندو فدراسیون د معلوماتو له مخې، هغه ورزشکاران چې د خوست ولایت د کلپونو غړي وو او د تکواندو د روزل شویو ښوونکو تر څارنې لاندې روزل شوي وو، پرون د کمربند په ازموینه کې له بریالي کیدو وروسته یادو لوبغاړو ته نوي کمربندونه وتړل شول.
د ورزشکارانو د ازموينې له اخيستل او د فورمونو اجرا د فدراسيون د ازموينې د کميټې د مسوولينو په شتون کې ترسره شوه.
د کمربندونو ارتقا هغو ورزشکارانو ته ورکول کیږي چې د ورزش تخنیکونو کې د بیلابیلو روزنیزو کورسونو وروسته د ازموینې پاس کولو او د بریا نمرې ترلاسه کړي.
