ننګرهار کې د مرحوم معلم عزت قاطع د فوټسال سيالۍ د ننګرهار کلپ په اتلولۍ پاى ته ورسيد
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې رياست د فوټبال فدراسيون سرپرست حاجى روحيد عادل په مالي همکارۍ د ننګرهار اته الف لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ ترسره شوې.
د دې لوبو پای لوبه د جوانان وفا او ننګرهار کلپ ترمنځ ترسره شوه چې ننګرهار کلپ د ۲-۰ پایلې سره سیال ته ماتې ورکړه.
د یادولو وړ ده چې د لوبو په پای کې غوره لوبغاړو او لوبډلوته مډالونه، کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
