په کاپیسا ولایت کې د رمضان فوټسال کپ د خراسان لوبډلې وګاټه

په کاپیسا ولایت کې د فوټسال سیالۍ چې دوه اونۍ وړاندې د رمضان کپ په نوم پیل شوې وې په کې ۵ لومړۍ درجې لوبډلو ګډون کړی وه چې د خراسان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د سیالیو په پای مراسمو کې د کاپیسا ولایت د ورزشي امریت مسوولینو او ولایتي چارواکو او د ورزش یو شمېر مینه والو ګډون کړی و او د پای لوبې ننداره یې وکړه، چې د دغو دواړو لوبډلو لوبه د ۱-۷ په پایلې سره د خراسان په ګټه پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو د پیلولو موخه په کاپیسا ولایت کې د فوټسال لوبې ته وده ورکول او د هېواد د غوره لیګ سیالیو لپاره چې په مرکز کې پیلېږي، د غوره لوبغاړو ټاکل دي.