په کندهار ولایت کي د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د روژې جام سیالۍ پیل سوې
د کندهار په عینو ښار ګوټي په عمومي فوټبال لوبغالي کي د روژې مبارکي میاشتي له پیله د فوټبال ټورنمنټونه په لاره اچول سوي، چي له ډلي یې تېره شپه د اتو غوره لوبډلو ترمنځ رسماً د روژې جام سیالۍ پیل سوې.
ددې سیالیو د پیل په مراسمو کي د کندهار د سپورټ او بدني روزني رئیس مولوي ابرار احمد لبیب، د کندهار فوټبال فدراسیون رئیس مولوي حزب الله مهاجر ۔ د عینو میني د سپورټ مدیریت مسول حاجي محمد طاهر ۔ ورزشکارانو ۔ او ګڼ شمیر سپین ږیرو او ځوانانو ګډون درلود ۔
د کندهار د بدني روزني ریس مولوی ابرار احمد لبیب د عینو میني د سپورټ د مدیریت څخه مننه وکړل چي د ورزش لپاره هلي ځلي کوی او تر څنګ یي ورزشکارانو ته په وینا کي وویل چي مننه چي په پوره ډاډه راځي او وزش د نژدي ننداره کوي هغه وویل دا هر څه د اسلامي امارت له برکته چي دلته ګڼ شمیر ورزشکاران د شپی له طرفه راځي او د لوبو ننداره کوي ۔
هیره دي نه وي چي د کندهار د بدني روزني او ورزش ریاست کوښښ کوي چي وخت پر وخت ورزشکارانو ته د جم او جوش څخه ډکي لوبي ترسره کړي ۔
