خوست: دنېزه وهلو مسابقات ترسره شول.
دخوست ولایت ورزشي امریت مربوط د نېزه وهلو فدراسیون په چوکاټ کې د رمضان جام په نوم دنېزه وهلو مسابقات ترسره شول.
هغه مراسم ،چې په همدې موخه نیول شوي وو، پکې د خوست ولایت ورزشي امر عطاء الله کډوال ، قومي مشرانو ، د اسلامي امارت یو شمېر غړو، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینه والو برخه اخیستې وه.
د مراسمو په پیل کې د خوست ولایت ورزشي امر خبرې وکړې ، نوموړي وویل ،چې تل مو هڅه ده ،چې په منظم ډول ټول ورزشونه مسابقات ولري او په دې برخه کې بریالي هم یو ، چې دا دی په دې مبارکه روژه کې د نورو مسابقاتو ترڅنګ د نېزه وهلو سیالۍ جوړې شوې .
له وینا وروسته مسابقات پیل شول ،چې پکې دوو لوبډلو ،چې (۸) سپاره کېدل ترسره شوې ،چې دغه مسابقات د شهید بدرالدین حقاني لوبډلې له قاري ناصر لوبدلې څخه په خپل نوم کړل او یادې لوبډلې د اتلولۍ کپ د خوست ولایت ورزشي امر ته په دې خاطر ډالۍ کړ ،چې نوموړي په ډېر کم وخت او نشت امکاناتو د خوست ولایت ورزشي برخه داسې فعاله کړې ،چې ټول ورزشکاران او مینه وال یې ترې خوشحال دي.
د یادولو وړده، چې دا مهال په خوست ولایت کې د والیبال شپنۍ سیالۍ په لکڼو ، علیشېرو ، صبریو ، تڼیو او دکرکټ رمضان جام سیالۍ د خوست په تڼیوال پارک کې دوام لري.
