افضلي کرکټ کلب د خوست رمضان لس اوریز لیګ پایلوبې ته لار پیدا کړه
د خوست رمضان لس اوریز کرکټ لیګ لومړۍ نیمه پایلوبه د افضلي کرکټ کلب په بریا پای ته ورسېده.
افضلي کرکټ کلب له یوې خوندورې سیالۍ وروسته په سوپر اوور کې د خوست زلمي لوبډله له ماتې سره مخ کړه.
خوست زلميو په لومړۍ توپوهنه کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۸ منډې جوړې کړې.
ځوابي لوبه کې افضلي کرکټ کلب په پوره لس اورونو کې د فضل عظیم چټکو ۵۲ منډو پر مټ ۱۱۸ منډې جوړې کړې او لوبه سوپر اوور ته ولاړه.
سوپر اوور کې افضلي کلب د ۱۶ منډو هدف کېښود، چې خوست زلمیو یې په ځواب کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو شپږ منډې جوړې کړې او لوبه یې بایلوده.
د لوبې غوره لوبغاړی فضل عظیم او زړه راښکونکی لوبغاړی بیا نصیرالله ملیزی ونومول شو.
د یادولو ده چې راتلونکې چهار شنبه به دویمه نیمه پایلوبه د جهاد سنګین کرکټ کلب او الفت کرکټ کلب ترمنځ ترسره شي.
