په سمنګان ولایت کې د کوچني اختر په مناسبت د کورش سیالۍ وشوې
د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍد ورلمش کلی کې د ۱۵۰ ورزشکارانو په ګډون د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د ورزشي چارواكو په وينا، د دغو سياليو د ترسره كولو موخه په سمنګانو ولايت كې د كورش ورزش وده او د كوچني اختر لمانځل دي.
برخه اخیستونکي ورزشکاران د سیالیو په پیلیدو خوښي وښوده او د مسولینو څخه د لا زیاتو سیالیو غوښتنه یې وکړه.
د یادلو وړ ده چې د دغه سيالیو لیدو ته د لرې پرتو سیمو څخه ننداره چییان راغلي وو.
