بامیان کې د طبما سیالۍ ترسره شوې
بامیان کې د طبما سیالۍ ترسره شوې
د طمبا سیالۍ د بامیان ولایت او پنجاب ولسوالۍ د ۲۲ ورزشکارانو تر منځ د ورزش مسوولینو او د ورزش د مینه والو په شتون کې د تنکیو ځوانانو او ځوانانو په دوه ګروپونو کې (د کوچني اختر د نمانځنې اونۍ) تر سرلیک لاندې ترسره شوې.
په پایله کې یې د پنجاب ولسوالۍ د تنکي ځوانانو په برخه کې لومړی مقام او د بامیان د مرکز د ځوانانو په برخه کې لومړی مقام خپل کړ.
د پروګرام په پای کې د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له خوا غوره ورزشکاران د ستاینلیکونو، کپونو او مډالونو په ورکولو سره وستايل شول.
