د جوزجان ورزشکارانو د کوچني اختر په مناسبت د کورش لوبې ترسره کړې
د کورش فدراسیون لخوا د تخار ولايت د ورزشي امريت او امنيه قوماندانۍ په همغږۍ د مرکز، اقچه، درزاب او خواجه دکو ولسواليو د سلو جوړو ورزشکارانو ترمنځ د بخدي ښار په ورزشي ډګر کې د کورش سيالۍ وشوې.
د جوزجان ولايت د ورزش امر دڅرګندونو له مخې: دغه سيالۍ د کورش د ورزش د پراختيا، د ورزشکارانو د پيوستون او د کوچني اختر د نمانځلو په مقصد د ولايت مقام د مسوولينو او د کورش لوبو د مينه والو په شتون کې ترسره شوې .
برخه اخیستونکي ورزشکاران دا ډول پروګرامونه خورا اغیزمن ګڼي او ورزشکاران دې ته هڅوي چې خپل ورزش ته دوام ورکړي.
