پروان؛ د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پیل شوې
یادې لوبې د دغه ولايت په ورزشي لوبغالي کې د ستارګان نعمان ، وحدت خواجه سياران، دارالعلوم او د اتحاد پروان د ټيمونو په ګډون پیل شوې دي چې درې ورځې به دوام وکړي.
د پروان د ورزش مسوولين وايي، د دې لوبې د پيلولو موخه د کوچني اختر د اوونۍ لمانځل دي.
د یادولو وړ ده چې د پروان د ورزش امریت د پلان له مخې به په راتلونکو ورځو کې په دغه ولایت کې د کوچني اختر د اونۍ په مناسبت یو شمیر ورزشي سیالۍ پیل کړي.
