د حقمل لوبډلې د ارزګان د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

په دغو سياليو کې چې د کوچني اختر په مناسبت د ګيزاب، خاص ارزګان، چورې او دهراوود او مرکز ترينکوټ د اتو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وې، د حقمل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د ارزګان د ورزشي امریت په مالي مرسته برابرې شوې وې د ارزګان د ورزشي مسوولين وايي، چې دی لوبو څخه یې موخه د کوچني اختر لمانځل او د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کي د واليبال لوبي پراختيا ده.
د دې سياليو په پاى کې د مرکز ترينکوټ د حقمل لوبډلې لومړى، د خاص ارزګان ولسوالۍ دويم او چورې ولسوالۍ درېيم مقام وګاټه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو مراسمو په پاى کې د ورزش آمریت له لوري د غوره لوبډلو او تکړه ورزشکارانو ته ستاينليکونه، ډالۍ، مډالونه ورکړل شول.