غور؛ اهنګران لوبډلې د فوټبال الف ليګ اتلولي ترلاسه کړه

دغه سيالۍ د غور ولايت ورزشي لوبغالي کې په الف او ب ګروپونو کې د ٨ ټيمونو ترمنځ پیل شوې وې چې په پای کې اهنګران لوبډلې لومړی مقام ده سبز عاشورا لوبډلې دوهم او د اشترخان لوبډلې دریم مقام خپل کړ.
د پای په مراسمو کې د ورزش مسوولینو سربیره د ولایت مقام مسوولینو، مشرانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه او ګټونکو لوبډلو ته ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل.
د يادونې وړ ده چې د دغو مراسمو په پاى کې د واليبال هغه ورزشي لوبغالي چې د غور ولايت د تيوره ولسوالۍ د خلکو په مالي مرسته جوړه شوې له بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.