د بلخ شولګره ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې.

Afzal-af
Wed, May 18 2022 11:34 AM
د بلخ شولګره ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې.

د بلخ په شولګره کې د فوټبال سیالۍ چې د غویي په 20 نېټه پیل د شپږو لوبډلو ترمنځ د لیګ په بڼه پیل شوې وې، پایلوبه یې د احمد الخضرویه لیسې د لوبډلې د لومړي مقام او د د برات لوبډلې په دوهم مقام ګټلو او 4/5 پېنالټي سره پای ته ورسېده‎

ددې لوبو د پای په مراسمو کې د بلخ د ورزش ریاست مدیر، د بلخ د والیبال فدراسیون مشر احمدالله واعظزاده، ورسره مل پلاوي د شولګرې ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و

د بلخ ورزش ریاست عمومي مدیر ددې لوبو موخه په بلخ کې د لوبغاړو هڅونه او د بلخ په سطحه د ورزشکارانو ملاتړ وباله او ددې ډول لوبو پر دوام یې ټينګار وکړ.

په دې سیالیو کې امیرخان له الخضرویه لوبډلې او فهیم له برات لوبډلې څخه د سیالیو غوره لوبډبغاړي وبلل شول. دوی ته د ورزش د ځایي ریاست له لوري ورزشي جامې، مخکښو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ورزشي جامې د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS