د هرات په ګلران ولسوالۍ کې د فوټسال جام پيل شو
د فوټسال کپ د [علم و معرفت] کپ تر سرلیک لاندې په داسې حال کې پيل شوې چې په کې د ګلران ولسوالۍ د ورزشي مسوول ، د معارف ورزشي استازي ګډون درلود دا لوبې به د شهيد مولوي خداداد عالي لېسې د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
د دې جام په لومړۍ لوبه کې د ۱۱ او نهم صنف لوبډلو له یو بل سره سیالي وکړه او په پای کې د نهم صنف لوبډله وتوانېده چې د ۴ پر ۱ په توپیر بریا خپله کړي.
د ګلران ولسوالۍ د ورزش استازي عبدالمجيد الکوزي وويل، چې د دغه کپ له ترسره کېدو يې موخه د زده کوونکو ترمنځ د ورزش وده ده.
