هرات کې د موی تای ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د موی تای فدراسیون ټاکنیزې سیالۍ په میرویس صادق جمنازیوم کې د هرات ولایت د بدني روزنې او سپورت رئیس مولوي ګلاب الدین خپلواک، استادانو، روزونکو او یو شمېر ورزشکارانو په حضور کې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې ۵۰ تنو ورزشکارانو په دریو تنکي ځوانان، ځوانان او لویان عمري کټګوریو کې برخه اخیستې وه.
په همدې حال کې د ياد شوي فدراسيون مشر سيد نوراغا پناهي وويل، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د هرات ولایت د موی تای لوبډلې لپاره د غوره څېرو پېژندنه او د ورزشکارانو د مهارتونو لوړول دي.
د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته تصدیق نامې او مډالونه ورکړل شول.