په میدان ښار کې د والیبال شانداره تورنمنټ ترسره شو
د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې پرون شنبه د والیبال شانداره تورنمنټ پای ته ورسید.
یاد تورنمینټ د همدې ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ د فامیلیو لوبډلې له لوري د جوزا میاشتې په ۱۹ نیټه د ولایت په مرکزي جمنازیوم کې پیل شوی ؤ چې ټولټال ۳ ورځې وخت یې ونیو، او د مرکز کابل په کچه ۲۴ پیاوړو لوبډلو پکې ګډون کړی و.
د تورنمنټ فاینل سیالیو ته ګڼ شمېر خلک راغلي وو چې لومړی مقام د (نیک کلپ) دوهم مقام د (نسوزیي) او دریم مقام د (شهید زلمي انصار) ټیمونو خپل کړل.
