ارزګان کې د فوټبال ناک اوټ تورنمنټ دالفت لوبډلې په بریا پای ته ورسېد
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د ۸ غوره فوټبال لوبډلو ترمنځ د فوټبال تورنمنټ چې په یاد ولایت کې د یونیسف نړیوالي مؤسیسي په مالي ملاتړ له (خپل ماشومان یو ځل بیا باید ښوونځيو او مدرسو ته واستوو) له پیغام سره پیل شوی ؤ، نن پای ته ورسېد.
یادو سیالیو کی الفت او استقلال لوبډلو پایلوبې ته لار پیدا کړه چې په پایله کې الفت لوبډلې وکولای شول ۱/۰ استقلال لوبډلې ته ماتې ورکړه او د تورنمنټ لومړی مقام ، استقلال دوهم مقام او اتفاق لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
د ارزګان ورزشي مسئولینو د ورزشکارانو په په استازولۍ د ارزګان د یونیسف ادارې څخه مننه وکړه او دلازیاتو همکاریو غوښتونکي شول.
