د ننګرهار ولایت ورزش ریاست د آزادو سیالیو ورزشکاران وستایل
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزیروال، د آزادو سیالیو د ولایتي فدراسیون مسؤول ګران آغا کاموال او ورزشي آمر نوراحمد حبيبي له لوري د آزادو سیالیو هغه ۱۷ تنه ورزشکاران چې په دې وروستیو کې ښه ځلېدلي وو، وستایل شول.
یاد لوبغاړو په پلازمېنه کابل، مزار شریف، پکتیا، کې په کورنیو لوبغاړو سربېره له پاکستاني ایراني او عراقي لوبغاړو سره هم لوبېدلي او د اتلولۍ مقامونه یې ترلاسه کړي وو.
د ننګرهار د ورزش رئیس عبدالسلام وزیروال ورزشکارانو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې هغوی یووالي او همغږۍ ته راوبلل او له اړوند فدراسیونونو سره په همغږۍ د لاډير سیالیو د ترسره کېدو غوښتونکی شو.
