خوست: د دوه منده معارف جام په سیالیو کې دسیمي فاینل لوبه ترسره شوه
هغه تورنمنټ چې په دوه منده ولسوالۍ کې د معارف د جام په نوم پیل شوی، د سیمي فاینل لوبه یې د دوه منده مرکزي لېسې او دوه منده امریت ترمنځ ترسره شوه چې پکې دوه منده امریت وکولی شول دوه منده مرکزي لیسې ته ماتي ورکړي.
ټاس دوه منده مرکزي لیسې وګاټه، په خپله یې د بېټینګ پریکړه وکړه، چې په ټاکلیو (دوولسوو) اورونو کې یې د ( اتوو)لوبغاړو په سوځېدو مخالف ټیم ته د (132)منډې هدف ورکړ.
دوه منده امریت وکولی شول، چې ټاکلی هدف د (اتوو)لوبغاړو په سوځېدو د وروستي اور په ورورستي بال پوره کړي.
ددې سیالیو پای لوبې ته د دوه منده امریت او تمدن خصوصي لېسو ټیمونه وتلي.
