خوست: د ولسوالیو په سطحه د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې

د پخواني کرکټ لوبغاړي شهید رحمت ولي مسرور تر نوم لاندې خوست ولایت کې د مرکز او ولسوالیو په کچه د کرکټ شل اوریزې سیالۍ د خوست پر ملي کرکټ لوبغالي پیل شوې.
د یادو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې خوست ورزشي امر عطاء الله کډوال، د اقتصاد رئیس ماسټر شهزاده پیر، د خوست کرکټ پرمختیایي ادارې مدیر احسان ولي مسرور او د خوست ټرانسپورت ریاست رئیس ناصر احمد برخه لرله.
د خوست ولایت د ولسوالیو په سطحه په دې سیالیو کې د مرکز او ولسوالیو ۱۷ لوبډلې شتون لري، چې نېږدې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.