غزني ورزشي سټډيوم بيارغونې لپاره ورزشکارانو اقدام وکړ
د غزني ولايت سلګونو ورزشکارانو په يو اقدام سره د دې ولایت ورزشي سټډيوم د بيارغونې او پاک کاري لپاره لستوڼي بډ وهلي دي.
دغو ورزشکارانو تېره ورځ د ورزشي امریت مسؤلینو په همکارۍ له له خپلو امکاناتو او وسایلو څخه په استفادې سره د سټډيوم چمن او شاخوا پاک کاري چارې پيل کړې.
تر دې وړاندې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان د فوټبال فدراسيون او د فوټبال فدراسیون رئیس همايون کارګر غزني ته د سفر په ترڅ کې دې ورزشي ځاى ته له اوښتو زيانونو ليدنه وکړه او ورزشکارانو ته يې د ترميم او بيارغوني ژمنه ورکړه.
خو تر دې مخکې چې د فوټبال فدراسیون اقدام وکړي ، خپله ورزشکاران لاس په کار شوي او د خپل کور بيارغونى لپاره يې اقدام وکړ. دغه سټډيوم چې د هېواد فوټبال فدراسيون په مرسته د فوټبال نړيوال فدراسيون په مالي مرسته رغول شوى چې د وروستيو سېلابونو له کبله زيانمن شو.
