ننګرهار: چپرهار ولسوالۍ واليبال لوبډلې د لغمان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ننګرهار ولايت بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د واليبال فدراسيون له لوري د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ او لغمان ولايت ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ د جمعي په مبارکه ورځ د سلګونو ورزش مينه والو او مسٶلينو په شتون کې ترسره شوې.
دغه سيالۍ چې چپرهار ولسوالۍ په مرکزى لوبغالې کې ترسره شوه چې په پايله کې چپرهار ولسوالۍ لوبډلې ٣-١ دلغمان ولايت لوبډلې ته ماتي ورکړه.
په پاى د ګټونکې لوبډلې او غوره ورزشکاران د ورزشي مسوولینو له لوري په کپ او تقديرنامې هم ورکړل شوې.