په هرات کې د سنوکر ټاکنيزې سیالۍ پای ته ورسېدې

په هرات ولایت کې د سنوکر اوولسم پړاو ټاکنيزې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۱۰ کلبونو د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې ورزشکارانو د ځوانانو په عمري ډلبندۍ کې د یو بل پر وړاندې لوبې ترسره کړې، چې ګڼ شمېر استادانو، روزونکو او د یادو لوبو مخکښو څيرو په کې ګډون کړی وو.
د یادو سیاليو په پای کې محمد صميم حیدري لومړی، محمد ظریف افضلي دویم او احمد شعیب حقجو درېيم مقام وګاټه، چې د دې سیاليو په پای ته رسېدو سره ۱۶ غوره ورزشکاران د هرات ولایت د سنوکر ټاکنیزې لوبډلې لپاره وټاکل شول.
د دې سیالیو موخه د هرات ولایت د سنوکر ټاکنیزې لوبډلې لپاره د غوره څېرو موندل او د ملي لوبو لپاره د چمتووالی دی.
یاده دې وي چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالو او ډالۍ هم ورکړل شوې.