کندهار؛ د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د اس ځغلونې سیالۍ وشوې

د کندهار ولایت د ورزش ریاست او اس ځغلونې فدراسیون په همغږۍ په عینو مېنه کې د مرکز او ولسوالیو اس ځغلوونکو ترمنځ سیالۍ وشوې.
په یادو سیالیو کې له مرکز، ډنډ، خاکریز او سپین بولدک ولسوالیو څخه ۱۶ تنو اس سپرو برخه اخیستې وه چې په پایله کې د مرکز اس ځغلوونکو لومړی او خاکریز بیا دویم مقام خپل کړ.
ددې سیالیو موخه راتلونکو ولایتي لوبو ته چمتووالی ۇ او تکړه هغو ته یې د اس ځغلونې فدراسیون او ورزش ادارې له لوري ډالۍ او کپونه هم ورکړل شول.