د" قدم خان" واليبال لوبډله د غزني ولايت کليو جام سیالیو اتله شوه

د واليبال دغه سيالۍ چې نږدې مياشت وړاندې د اتو ګاونډى کليو په ګډون د غزني قدم خان کلي په ورزشي لولغالي کې پيل شوې وې چې تېره ورځ جمعه د "قدم خان" لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو فاينل لوبه د "قدم خان او محمد قدير" لوبډلو ترمنځ وشوه چې په پاى کې د "محمد قدير" لوبډلې ماتې ومنله او دوه يم مقام يې خپل کړ.
د يادو سياليو وروستۍ مرحلې ته د وحيدالله سائل په مشرۍ د هېواد بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست تللي پلاوي او د غزني بدني روزنې او ورزش امر حاجي بلال مجا. هد هم ګډون درلود او چمتو شوي سپورتي وسايل يې په غوره لوبډلو ووېشل.