د لوګر ولايت په کوربتوب د ووشو ملي لوبډلې د لوګر ولايت په کوربتوب د ووشو ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ د لوګر ولايت په لومړي مقام پاى ته ورسېدېد غوراوي سیالۍ د لوګر ولايت په لومړي مقام پاى ته ورسېدې

د لوګر ولايت په کوربتوب د ووشو ځوانانو او نوي ځوانانو ملي لوبډلو د غوراوي لومړى پړاو سيالۍ د لوګر ولايت په لومړي مقام ګټلو پاى ته ورسېدې.
دغه سيالۍ درې ورځې وړاندې د "٢٢"ولايتونو "١٢٧" ورزشکارانو په ګډون په دوو "ساندا او تالو" برخو کې پيل شوې.
د دغو سياليو په ترڅ کې د لوګر ولايت د سرو زرو ٤ او نقرې ٢مډالونو په ګټلو سره لومړى تخار د سرو و ٤ او نقرې يوه مډال په ګټلو سره دويم او کابل د سرو و ٣مډالونو او کندوز د سرو زرو ٢مډالونو په ګټلو سره په مشترکه درېيم مقام ترلاسه کړ.
د دغو سياليو په پايله کې د ځوانانو او نوي ځوانانو ملي لوبډلو ته د ساندا په برخه کې "٦٠"تنه او د تالو په برخه کې "٥"تنه ورزشکاران وټاکل شول.
ياده دې وي چې په نوموړي سياليو کې د ګډون کوونکو ټولو ولايتونو ورزشکارانو ته د ووشو په ملي لوبډلو کې ځاى ورکړل شوى دى.