په کابل کې د جوجيتسو منتخبې لوبډلې د غوراوي سيالۍ پيل شوې
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په "٥٠٠" ورزشي جمنازيوم کې د کابل جوجيتسو ملي فدراسیون منتخې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوې.
د غو سياليو د پيل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ، د جوجيتسو ملي فدراسیون رئیس سيد الرحمن رحيمي، لوبڅارانو، ورزشکارانو او لسګونو نندارچيانو ګډون درلود.
په يادو سياليو کې د کابل ښار "١٣" کلپونو بېلابېلو وزنونو "١١٠" ورزشکاران ګډون لري چې دوه ورځې به دوام وکړي.
دغه سيالۍ د ځوانانو او لويانو سني کټګوريو کې ترسره کيږي چې په ترڅ کې به يې" ٦٠"تنه ورزشکاران د کابل جوجيتسو منتخې لوبډلې ته وټاکل شي.
