په بغلان ولايت کې د وزلوبي سيالۍ پاى ته ورسېدې

په بغلان ولايت کې د وزلوبې سيالۍ چې دوه ورځې وړاندې د ورزش امريت او وزلوبي فدراسیون له لوري د "کندز، بغلان،سمنګان او تخار" ولايتونو څاپندازانو ترمنځ پيل شوې وې پاى ته ورسېدې.
د يادولو ده چې د سياليو په وروستۍ ورځ درې اخر اولاق د ميدان لوبڅار له لوري ابلاغ شول چې په پایله کې لومړى اخر سيد مسعود پهلوان خط ته ورساوه چې ٥٠ ډالره نغدي جايزې مستحق شو.
دويم اخر اولاق پهلوان حاجي محمد سمنګاني خط ته ورساوه چې نوموړي ته هم د عبدالوهاب کندهاري له لوري ٥٠ډالره نغده جايزه ورکړل شوه خو وروستى اخر اولاق د وخت د کمښت له ترسره نه شو.