په ننګرهار ولايت کې د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

په ننګرهار ولايت کې د ا.ا.ا د بريا لومړۍ کليزي په وياړ د سره رود ولسوالۍ چهارباغ صفا لېسه کې د "٢٣٠" تنو ورزشکارانو په ګډون د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.
د دغو د پيل په مراسمو کې د ورزش مسوولینو، د پهلوانۍ فدراسيون مسوولینو او د يو شمېر نورو فدراسيونونو استازو ګډون درلود.
یادې سیالۍ دننګرهاربدني روزنې ورزش او المپیک ریاست او پهلوانۍ فدراسیون په همغږۍ د استاد عبدالباقي په نوښت ترتيب شوې دي.