په کابل کې د سلطان محمد جان د شهادت په مناسبت د تکواندو سيالۍ ترسره شوې

د تکواندو فدراسیون نن پنجشنبه د مرغومي په لومړۍ نېټه د بدني روزنې او ورزش عمومي د تکواندو په ورزشي ځاى کې د ٢٥ کلبونو د تنکيو ځوانانو او کوچنيانو سني کټګوريو له ٢٦ څخه تر ٥٢ کيلو وزني کټګوريو ١٩٠ ورزشکارانو ترمنځ د دوو ورځو لپاره د تکواندو سيالۍ ترسره کړلې.
د دې سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ماشومانو تشويقول دي چې په پاى کې د لومړي او دويم مقام ګټونکو ته کپونه، مډالونه او تقديرنامې هم په پام کې نیول شوې دي.