د بادغيس ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت د تېر ۱۴۰۱ هـ.ل کال د ورزشي فعالیتونو لنډ راپور

org_admin
Mon, Apr 03 2023 9:51 AM
د بادغيس ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت د تېر ۱۴۰۱ هـ.ل کال د ورزشي فعالیتونو لنډ راپور

د بادغيس ولایت د بدني ورزنې او سپورټ آمريت د ورزش د پراختیا او ودې لپاره په تېر ۱۴۰۱هـ.ل کال د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره ځانګړې مينه او لېوالتیا لري، چې تل د بادغيس ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بدني روزنې او سپورټ آمریت او بېلابېلو فدراسیونونو له لوري د بېلابېلو مناسبوتو په پار د ورزشکارانو د هڅونې په موخه ګن شمېر برنامې او پروګرامونه ترسره کېږي.

په بادغېس ولایت کې ۱۷ ورزشي څانګې او ۱۵۲ لوبډلې او ورزشي کلپونه په رسمي ډول فعالیت کوي، چې د یاد ولایت د ورزشکارانو ټولیيز شمېر ۳۶۵۲ ته رسیږي. د بادغيس ولایت ورزشکارانو د تېر کال په ملي ټاکنيزو، منتخبو او دوستانه سیالیو کې ۸ د سرو زرو، ۱۰ د سپینو زرو او ۷ د برونزو مډالونه ګټلي دي.

په تېر ۱۴۰۱هـ .ل کال کې د بادغيس ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لاندې لویې ورزشي برنامې او سیالۍ ترسره شوې دي:

۱: د بادغېس ولایت د آبکمري ولسوالۍ په شنو او زرغونو دښتو کې د ۱۴۰۱هـ.ل کال د حوت په ۲۶ نېټه د پهلوانۍ، آس‌ځغلولو، بايسکيل‌ځغلولو، رزمي لوبو، اتلتیک، فوټبال، والیبال او ملي او عنعنوي لوبو جنشواره ترسره کول.

۲: د ۱۴۰۱هـ.ل کال د چنګاښ میاشتې په ۱۲ نېټه د پاکستان، ایران او افغانستان د ورزشکارانو ترمنځ د ازادو لوبو سیالۍ ترسره کول.

۳: د ۱۴۰۱هـ.ل کال د وږي میاشتې په ۲۵ نېټه د ۵ ولایتونو د ورشکارانو ترمنځ د ووشو سیالي ترسره کول.

۴: د ۱۴۰۱هـ.ل کال د سلواغې میاشتې په ۲۵ نېټه د هرات، فراه، کابل او بادغيس ولایت د ورزشکارانو ترمنځ د باتوراندود سیالۍ ترسره کول.

هغه ورځني ورزشي فعالیتونه چې د بادغيس ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت او فدراسیونونو د ګډې همغږۍ پر اساس په تېر ۱۴۰۱هـ.ل کال کې ترسره شوې دي:

۱: د ۱۷ بېلابېلو څانګو ولایتي انتخابي سیالۍ د دې ولایت په مرکز کې ترسره شوي دي.

۲: ۱۳ سیالۍ د بېلابېلو مناسبتي ورځو په خاطر ترسره شوې دي.

۳: د ۸ لوبډلو ترمنځ د روژې په مناسبت حذفي جام ترسره شوی دی.

هغه ورزشي سیالۍ چې په تېر کال کې د یاد ولایت په ولسوالیو کې ترسره شوې دي په لاندې ډول دي:

۱: د فوټبال ۶ سیالۍ د یاد ولایت په بالامرغاب، مقر، قلعه‌نو، قادس او آبکمري ولسوالۍ کې ترسره شوې دي.

۲: د پهلوانۍ ۳ سیالۍ په آبکمري، قادس او بالامرغاب ولسوالیو کې ترسره شوې دي.

۳: په قادس ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ.

۴: په غورماچ ولسوالۍ کې د بزکشي سیالۍ.

۵: په مقر ولسوالۍ کې د آس ځغلونې سیالۍ.

۶: د آبکمري ولسوالۍ په شنو او زرغونو دښتو کې د اتلتیک ۲ سیالۍ ترسره کول.

هغه فدراسیونونه چې په بادغيس ولایت کې يې نمائینده‌ګۍ نه درلودې، اوس يې د دې ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت نمائينده‌ګۍ جوړې کړي، په لاندې ډول دي:

۱: فولرزم فدراسیون

۲: اتلتیک فدراسیون

۳: بایسکیل ځغلولو فدراسیون

۴: پانکرېشن فدراسیون

۵: پاورليفټينګ فدراسیون

یادو فدارسیونونو تېر کال په دې ولایت کې په فعالیت پیل کړی دی او اوس په دې ولایت کې د نورو فعالو رشتو په څېر فعالیت کوي.

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت ورزشي اماکن او ساختمانونه:

د بادغيس ولایت د بدني روزنې او سپورت آمریت یو د درې اطاقونو درلودونکی اداري تعمیر او ۲ بابه ورزشي جمنازیمونه لري، چې یو هغه يې د بدني روزنې او سپورټ آمریت په احاطه کې دی او د کار د نه بشپړېدو له امله د استفادې وړه نه دی او بل جمنازیوم يې د یاد ولایت مقام کې دی چې د امنيتي مسایلو له امله د استفادې وړ نه دی.

د یادونې وړ ده چې یاد ولایت یو ورزشي جمنازیوم هم لري، چې د ناسمې کارونې له امله تخریب شوی او د اوس لپاره د استفادې وړ نه دی.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 12:19 PM
Background image

A marathon race held among 17 Foreign Tourists in Kabul

A marathon competition was held at Kabul’s Ghazi Stadium among 17 tourists from eight foreign countries. The event was organized by the General Directorate of Physical Education and. . .

Sat, Dec 28 2024 9:29 AM
Background image

Blind Cricket Team chairman met with the Deputy Head of the Country’s Sports Department

‏In this meeting which was held in the deputy office,the deputy Hafiz Ahmad Jan Zadran praised the recent achievements of the national blind cricket team and emphasized that the sports. . .

Wed, Dec 25 2024 2:07 PM
Background image

The Team of the National power lifting Federation Departs for Qatar cup

A three-member team of the country's National power lifting Federation, with the support of the National Federation of this sport and in cooperation with the General Directorate of the. . .

BACK TO NEWS