په غور کې د ٨ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت فوټبال فدراسيون له لوري د بدني روزنې او سپورټ له امريت سره په همغږۍ د ٨ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ چې په دوو څلور ټيمي ګروپونو کې ترتيب شوې دي دوه اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سياليو د پيل لوبه د "استقلال او صداقت" لوبډلو ترمنځ وشوه چې له ٩-١ د استقلال لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
همداراز په دويمه لوبه کې د طوفان لوبډلې له ٨-٣ د يعقوبيان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د يادو سياليو موخه د غور فوټسال وده او پرمختګ دى.