بادغیس؛ کوهستان لوبډلې د ابکمري ولسوالۍ د فوټبال حذفي جام سیالیو اتلولي وګټله
د فوټبال دغه جام چې د بادغيس ورزش امريت په همکارۍ د فوټبال فدراسیون له لوري، دوه میاشتې وړاندې د ١٤ لوبډلو ترمنځ په ابکمري ولسوالۍ کې پيل شوى و، د کوهستان لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد.
د دغو سياليو فاينل لوبه د کوهستان او ميهن لوبډلو ترمنځ وشوه چې په قانوني وخت کې د دې دواړو لوبډلو لوبه ١-١ مساوي شوه، خو په پينالتي ضربو کې کوهستان لوبډلې ٣-١ ميهن لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
