د ایران هېواد د المپیک ملي کمیټې مشر په ایران کې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت د عمومي ریاست له استازي سره وکتل

د ایران اسلامي جمهوريت د المپيک د ملي کميټې رئيس ډاکتر خسرو وفا په ايران کې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت د عمومي رياست له استازي موسى خدادادي او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د ايران د المپيک ملي کميټې رئيس ډاکتر خسرو وفا په ايران کې د افغانستان د ورزش استازي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ایران مېشتو افغان مهاجرو ورزشکارانو لپاره د غوره ورزشي فرصتونو د برابرولو په باب خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
ښاغلي وفا ژمنه وکړه چې ایران هېواد له افغانستان سره د سپورت او د نورو برخو د ودې او پراختیا په برخه کې لا زیاتې همکارۍ په پام کې لري او له هیڅ راز همکاریو څخه به دریغ ونه کړي.
ورپسې په ایران کې د بدني روزنې او سپورت د عمومي ریاست استازي موسی خدادادي د ایران د المپیک د ملي کمیټې له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ په ایران کې د ورزشکارانو د ستونزو او ننګونو د حل غوښتنه وکړه.
په پای کې دواړو لوریو د دوه اړخيز هوکړه ليک پر لاسليک ټينګار وکړ او د مهمو موضوعاتو په اړه يې د ياد هوکړه ليک لاسليک اړین وباله.