افغان لوبډلې په ایران کې د کراټې ماسټر کپ نړیوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ
د هېواد د کراټې ورزشکارانو په ایران کې د کراټې ماسټر کپ اتم پړاو نړیوالو سیالیو کې د لسو هېوادونو او ۱۲۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ درېیم مقام خپل کړ.
په دې سیالیو کې د عراق، هند، پاکستان، افغانستان، گرجستان، جنوبي آفریقا، لبنان، عمان، ایران او تاجیکستان ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې د فغانستان په استازولۍ هم ۱۴ ورزشکارانو، یوه روزونکي د یوه ټيم په توګه پکې ګډون کړی و.
په پای کې د ایران هېواد ورزشکارانو لومړی، عراق دویم مقام او افغان ورزشکارانو د سرو او سپینو زرو د یوه یوه مډال او د برونزو د پنځو مډالونو په خپلولو سره درېیم مقام خپل کړ.
د یادونې وړ ده چې دا سیالۍ د غویی په اوومه نېټه د ایران په پلازمینه تهران کې د لسو هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې وې.
